ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن ماښام پیلېږي

د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن ماښام پیلېږي

author avatar
30 Jun 2024 - 09:58
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته نن ماښام پیلېږي
author avatar
30 Jun 2024 - 09:58

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام پیلېږي، سبا دوه بجې پای ته رسېږي او له هغه وروسته که ځیني استازي له چا سره ناستې کوي، له یادې غونډې سره تړاو نه لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک  ویلي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري این‌ډي‌کارلو کوي.

د هغه په وینا، نوموړې به د هېوادونو د ځانګړو استازو، د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو حقونو مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم وګوري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دوحې درېیمې ناستې رسمي پرانيسته د اجنډا له مخې نن د جون په ۳۰مه پر ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پيلېږي او ۸:۴۵ پای ته رسېږي.

هغه لیکلي: «دويمه ورځ (د جولای لومړۍ نېټه) پر دواړو موضوعاتو دوه جلا ناستې کېږي؛ د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۱:۰۰ پر مالي او بانکي بنديزونو او خصوصي سکټور خبرې کېږي او دويمه ناسته له ۱۱:۳۰ تر ۲:۰۰ بجو د مخدره توکو پر ضد د مبارزې او پرمختګ برقراره ساتلو په اړه بحثونه کېږي.»

دی وایي، د دغه بحث له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي، د م.م. وياند هم غونډه دوه ورځنۍ بللې ده.

جلالي لیکلي، ډېری ګډونوال د ناستې له رسمي پای ته رسېدو وروسته له دوحې ځي او که ځيني استازي له غونډې وروسته له چا سره ناسته کوي، د دوحې په یاده دوه ورځنۍ ناستې پورې تړاو نه لري.

له افغانستانه د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره تېره ورځ دوحې ته تللی دی.

مجاهد تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دوحې ناستې ته «د تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.

د افغانستان لپاره د ښځو برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له تېرو درېیو اونیو راهيسې د هېواد دننه او بهر له یو شمېر ښځو او د بشري حقونو مدافینو سره یې خبرې کړې او د هغوی وړاندیزونه یې اورېدلي دي.

هغې زیاته کړې چې دغه وړاندیزونه به د دوحې درېیمې ناستې له ګډونوالو سره شریک کړي

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.