Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني او میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په غزني او میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سېمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په دغه موټر کې سپاره کسان د ارزوګان ولایت اوسېدونکي دي چې د کابل په لور روان وو.

دغه راز د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وایي، نن غرمه مهال د دغه ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند په خیرولنګ سېمه کې یوه فلانکوچ موټر د سراچه ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتیایي مرکز انتقال شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.