کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر ازبکستاني پانګهوال وایي، غواړي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید، د نفتو چاڼخونې جوړولو، د سمنټو او نساجې فابریکو رامنځته کولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي،د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د (چنګاښ ۱۱مه) په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني پانګهوالو سره وکتل.
سرچینې ویلي، په دې کتنه کې ازبکستاني پانګهوالو په افغانستان کې د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید، د نفتو د معیاري چاڼخونې جوړولو، د سمنټو د تولید فابریکې جوړولو، د مالګې کانونو استخراج او معیاري پخې مالګې د تولید، د معیاري نساجي فابریکې رامنځته کولو او همدا راز د برېښنایي حکومتولۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
اقتصادي معاونیت ویلي، په دې لیدنه کې همدارنګه ازبکستاني پانګهوالو زیاته کړه چې افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی او دوی له بشپړ چمتووالي سره راغلي، څو په یادو برخو کې پانګونه ترسره او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
د سرچینې په خبره، په دې کتنه کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې پانګونې ته د ازبکستاني پانګهوالو له لېوالتیا څخه مننه وکړه او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې وزارتونه او ادارې به په خپلو اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د یو بل خبر له مخې، ارګ په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ازبکستان له يو شمېر سوداګرو او پانګهوالو سره لیدلي.
خبرپاڼه کاږي، د اېنار انرژۍ الفلاح شرکت ریيس نادر رستموف په دغه لیدنه کې وويل، ازبکستاني سوداګر او پانګهوال لېوالتيا لري چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو استخراج او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي او په دوام يې له اسلامي امارته په پورته برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د رياستالوزراء اداري مرستيال وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د اړيکو د پراختيا غوښتونکی دی او د بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو له سوداګرو او پانګهوالو غواړي چې په افغانستان کې بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
حنفي دغه راز ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګهوالو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته هر ډول لازمې اسانتياوې برابروي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن