کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سبا (د چنګاښ ۱۲مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د یاد بانک په خبره، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په ټاکلي وخت په یو ځل په نغدي ډول د افغانستان بانک ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د روانې چنګاښ میاشتې په پنځمه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP