ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

اروزګان کې ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

author avatar
2 Jul 2024 - 20:49
اروزګان کې ۱۸ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
author avatar
2 Jul 2024 - 20:49

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ چنګاښ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې ۱۸ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو کسانو ته د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار  په ورزشي لوبغالي کې سزا ورکړل شوه او ګڼ شمېر کسانو یې لېدو ته را ټولشوي وو.

د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري اغا ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د غلا، لواطت، نامشروع اړیکو، اونورو جرمونو په تور نیول شوي وو.

په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې نیول شوي وو، نن ورته  تعزیري سزا ورکړل شوه

هغه زیاته کړه، د محکمې له پریکړې وروسته د یادو کسانو جرمونو ته په پام له ۲۰ تر ۳۹ درې ووهل شول او له یوه څخه تر دوو کلونو د بندسزا ورکړل شوه.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.