کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وايي، د سړو ولایتونو ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۶مه) پیلېږي او د روانې میاشتې تر اخره پای ته رسېږي.
د پوهنې وزات لیکلي، د یادو ښوونځیو د اوړي رخصتۍ د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې پیلېږي او د همدې میاشتې تر لسمې نېټې ختمېږي چې د زمري په یوولسمه نېټه په یادو ولایتونو کې د ښوونځیو درسونه بېرته پیلېږي.
سرچینه زیاتوي، د سړو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د معلمینو مسلکي روزنې انکشافي ټیمونو ته دنده سپارل شوې چې خپلو اړوندو ولایتونو کې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د جریان څارنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP