Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

اسعداباد (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ په کرمول سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي جرګې له لوري پر دوستۍ بدله شوه.

د کونړ ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د کرمول سیمې د اوسېدونکو سخي جان او رحمت‌ خان د کورنیو ترمنځ ۲۵ کاله مخکې د ځمکې پر سر رامنځته شوې دښمني چې د دواړو کورنیو دوه غړي په کې وژل شوي وو، پر دوستۍ بدله شوه.

دغه دښمني نن د ولایتي ادارې په هڅو د یوې قومي جرګې په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړه کورنیو یو بل ته بښنه وکړه.

یوه قومي مشر او د جرګې غړي لعل پاچا وویل: «دواړو کورنیو کابو ۲۵ کاله له یو ‎بل سره دښمني لرله او د تاوتریخوالي ډک تریخ ژوند یې تېروو چې نن یې یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې کې به د ورورۍ په فضاء کې ژوند تېروي.»

نوموړي زیاته کړه، د جرګې د پرېکړې پر اساس، که هر لوری په راتلونکې کې سرغړونه وکړي او یا یې مقابل لوري ته ستونزې جوړې کړي، قوم او حکومت ته به پړ وي.

ورته مهال، د دواړو کورنیو غړي هم د جرګې له پرېکړې خوښ دي چې د مشرانو په مځګړیتوب یې دښمني پر دوستي بدله شوې ده.

سخي جان چې په دې دښمني کې یې د کورنۍ یو ځوان له لاسه ورکړی، وایي، خوښ دی چې له مقابل لوري سره یې روغه وکړه او په وینا یې چې له دې وروسته به یې کورنۍ له ډار پرته ارام ژوند وکړي.

هغه وویل: «۲۵ کاله مو د دښمنۍ له امله په مهاجرت کې ژوند وکړ، خپل کلی، کور او خپلوان راڅخه پاتې وو او له ډاره ډک ژوند مې تېروو، موږ پیښمانه یو چې ولې مو ځوانان له لاسه ورکړل.»

دغه راز، مقابل لوری رحمت خان وايي: «دښمنۍ زموږ ژوند تریخ کړی و، ټول عمر مو په یوه ځای او بل ځای کې په وېره تېر کړ، زه له ولایتي ادارې او قومي جرګې مننه کوم چې د خبرو اترو له لارې یې زموږ ترمنځ سوله وکړه.»

په همدې حال کې د کونړ محاکمو ریاست مسوولین وایي، د ولسي مشرانو او دیني عالمانو دنده ده چې په خپلو سیمو کې د خبرو له لارې د خلکو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ حل و فصل او پر دوستۍ بدلې کړي .

د یاد ریاست رییس مولوي عزیزالرحمن په دې جرګه کې وویل، ولایتي اداره له قومي مشرانو سره یو ځای په هڅه کې ده چې په کونړ کې د خلکو ترمنځ رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې حل کړي.

هغه وایي، تېرو شاوخوا درې کلونو کې یې کونړ کې د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړیتوب د خلکو او قومونو ترمنځ لسګونه لویې او وړې شخړې حل کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.