Language

فراه کې د اوبو یو چک‌‌ډیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

فراه ښار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د شپږنیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو چک‌ډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د فراه اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په افتینه کلي کې د اوبو یو چک‌ډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینه وايي، دغه چک‌ډیم ۳۸ متره اوږدوالی او څلور متره سور لري چې په جوړېدو سره به یې تر ډېره په دې سیمه کې د اوبو د کموالي ستونزه حل شي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پر دغه چک‌ډیم د حکومت له بودجې څخه ۶،۵ میلیونه افغانۍ لګول شوې او چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

په دې اړه د فراه کليو بيارغونې او پراختيا رییس مفتي محمدنسيم سرهنګ پژواک ته وویل چې دغه چک‌ډیم د ۲۵ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.

سرهنګ وایي: «د دغه چک‌ډيم په جوړېدو سره به نه يوازې د اوبو سطحه لوړه شي، بلکې د دې سيمې د اوسېدونکو لپاره به هم ګټور تمام شي.»

هغه وایي چې په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ورته چک‌ډیمونه ترکار لاندې دي چې په جوړېدو سره به یې اوبه ذخیره او تر ډېره به په دې سیمه کې د وچکالۍ مخه ونیول شي.

د یادونې ده، نږدې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د چک‌ډیمونو جوړولو چارې روانې دي چې ځینې یې بشپړ شوي هم دي.

Related Topics