شبرغان (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر معلولین او معیوبین د کاري فرصتونو له نشتوالي او پر وړاندې یې د خلکو له ناسم چلنده شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د شبرغان ښار یو اوسېدونکی حبیبالله له اقتصادي ستونزو شکایت لري او وايي، مخکني حکومت د معلولینو او معیوبینو ستونزو هواري ته پاملرنه نه درلوده او لا یې هم ستونزې پر ځای پاتې دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اقتصاد له څانګې فارغ یم، څو کاله کېږي وزګار یم، هر چېرته چې ځم او د کار غوښتنه کوم، نه منل کېږم؛ له بده مرغه معلول او معیوب قشر تل له پامه غورځول شوی دی.»
نوموړی له ښکېلو ادارو غواړي چې د معلولینو او معیوبینو د ستونزو د حل برخې ته پاملرنه وکړي او هغوی ته د کار زمینه برابره کړي څو د خپلې کورنۍ اقتصادي برخه کې مثبت رول ولوبوي.
حبیبالله په ټولنه کې د ځینو خلکو له خوا له ناسم چلنده شکایت لري او وايي: «په ټولنه کې داسې خلک دي چې پر موږ رشخند وهي، په بدو الفاظو غږ راته کوي، کاش د خلکو د پوهې کچه لوړه شي او له موږ سره ناسم چلند ونه کړي.»
ورته مهال، احمد پروېز چې پر پښه معلول دی، هم په دغه ولایت کې له معلولینو او معیوبینو سره د ناسم چلند له امله شکایت کوي.
هغه زیاته کړه: «سره له دې چې موږ لیکل او لوستل کولای شو خو د کار زمینه نه ده راته برابره شوې، په ډېرو ستونزو ژوند پر مخ وړو.»
نوموړی هم وايي، په ټولنه کې معلولین او معیوبین د خلکو له ناسم چلند سره مخ دي، داسې خلک شته چې معلولینو ته په بدو او سپکو الفاظو غږ کوي.
دغهراز، صرفناز چې ښۍ پښه یې په یوه پېښه کې فلج شوې وايي: «موږ معلولو ښځو ته د کار نشتون یوه له اوږدمهاله ستونزو ده، ډېرو معلولینو تر اوسه کار نه دی پيدا کړی، له بېکارۍ ځورېږو.»
هغه له اقتصادي ستونزو شکایت کوي او زیاتوي: «زه خپله خیاطي کوم، خو کوم عاید چې لاس ته راوړم، د ژوند د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي، اقتصاد مو ډېر خراب دی، که کار پیدا شي، ډېر به ښه شي.»
د هغې په باور، که خصوصي سکټور د خیاطۍ کارګاوې جوړې کړي او د دې په څېر کسان پر کار وګومارل شي، اقتصادي ستونزې به یې کمې شي.
ورته مهال، په جوزجان ولایت کې د کڼو ټولنې او د افغانستان له معلولو او کڼو د ملاتړ موسسې مسوول ذبیحالله قهرمان پژواک ته وویل چې دغه موسسه په دغه ولایت کې په وروستیو کې جوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د یادې ټولنې د جوړېدو اساسي موخه د معلولینو او معیوبینو له حقونو ملاتړ دی.
هغه له اسلامي امارت او مرستهکوونکو بنسټونو غواړي چې تر بل هر وخت ډېر د معلولو او کڼو ملاتړ وکړي څو د ټولنې او کورنۍ د اوږو بار نه وي.
د جوزجان د شهیدانو او معلولینو رییس مولوي شبیراحمد مقصود پژواک ته وویل، په هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله ډېر خلک معلول شوي چې یو شمېر یې اوسمهال له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ځوریږي.
هغه وايي چې معلولینو او معیوبینو ته فني او حرفوي زدهکړې او د مرستو وېش پروګرامونه روان دي او یاد ریاست هڅه کوي چې د غیرحکومتي موسسو او خصوصي سکټور په همکارۍ دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال له یاد ریاست سره څه باندې څلور زره معلول او معیوب کسان ثبت او راجستر دي چې له حکومته یو اندازه معاش ترلاسه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP