پاراخ (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال هغه دوه کسان نیولي چې «په خپلو شومو کړنو» یې خلکو ته اندېښنې پیدا کولې.
د پنجشېر امنیې قوماندانۍ ویاند عابدالله عقاب نن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د پنجشېر ولایت امنیې قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس یو لړ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې دوه تنه باغیان ونیول شول.»
هغه وایي، نیول شوو کسانو غوښتل «د خپلو شومو کړنو په ترسره کولو سره» د پنجشېر ولسونو لپاره تشويش پيدا کړي، خو امنيتي ځواکونو له يوې اندازې مهماتو سره ونیول.
دی زیاتوي: «مجرمينو پر خپل جرم اعتراف کړی او د یادو مجرمينو دوسیه به د قانوني مراحلو له طی کېدو څخه وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.»
ده په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.
عقاب وویل چې امنیتي ځواکونه هر راز چمتووالی لري او چا ته به اجازه ورنه کړي چې د پنجشېر خلکو لپاره د تشویش سبب وګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP