ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د شنو خونو لرونکي: یو کیلو بادرنګ په پنځه افغانۍ پلورو، په دې بیه نه شو کولی خپل کړي لګښتونه پوره کړو

هرات کې د شنو خونو لرونکي: یو کیلو بادرنګ په پنځه افغانۍ پلورو، په دې بیه نه شو کولی خپل کړي لګښتونه پوره کړو

author avatar
2 Jul 2024 - 17:37
هرات کې د شنو خونو لرونکي: یو کیلو بادرنګ په پنځه افغانۍ پلورو، په دې بیه نه شو کولی خپل کړي لګښتونه پوره کړو
author avatar
2 Jul 2024 - 17:37

هرات (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳): هرات کې د شنو خونو حاصلاتو ټولېدو موسم له رارسېدو سره سم په دغه ولایت کې هغه کسان چې د بادرنګو شنې خونې لري، وايي، د دغه محصول ټیټې بیې له امله نه شي کولای خپل لګښتونه پوره کړي.

هغوی له مسوولو بنسټونو غواړي څو د کرنیزو محصولاتو ټولېدو پر مهال د هغو کسانو چې شنې خونې لري او کروندګرو د ملاتړ په موخه په کور دننه او بهر بازارموندنه وکړي.

هرات کې د محمد حیدري په نوم یو کس چې شنې خونې لري، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د بادرنګو بیه د پام وړ ټیټه شوې او په همدې ډول پاتې شي، زیان ویني.

نوموړي زیاته کړه، خپله ټوله شتمني یې چې څه باندې دوه سوه زره افغانۍ وه، د یوې شنې خونې په جوړولو لګولې، خو په وینا یې، سږ کال په دغه ولایت کې بادرنګ ښه بازار نه لري.

هغه څرګنده کړه، تېر کال د بادرنګو بازار ښه و، خو سږ کال یې د بیې ټیټېدو له امله د شنو خونو لرونکي له ستونزو سره مخ دي او د مقابلې توان یې نه‌لري.

صفدرعلي چې شنې خونې لري، هم د حیدري د خبرو په تایید پژواک ته وویل، سره له دې چې ډېر لګښتونه یې کړي او بادرنګ هم ښه کیفیت لري، خو دوی اوس د هغو یو کیلو په پنځه افغانۍ پلوري، په داسې حال کې چې تېر کال یو کیلو په څه باندې لس افغانۍ پلورل کېدل.

د صفدر علي په وینا، د شنو خونو حاصلاتو ټولولو اووه میاشتنۍ موده کې یوازې دوه میاشتې یې په ګټه پلوري، پاتې پنځه میاشتې په تاوان کې روان وي، په داسې حال کې چې تر اوسه حکومت او موسسو ورسره مرسته نه ده کړې او نه یې تخنیکي مشوره ترلاسه کړې ده.

دغه راز، په دغه ولایت کې د کرنې برخې کارپوهان وايي، د حاصلاتو د ګرم بازار، سړو خونو او د کرنې چارو پیاوړتیا برخه کې د فني مشورو نشتوالی د کروندوګرو اوسنۍ ستونزې دي.

د کرنې یو کارپوه عبدالواحد صادقي د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ وايي، دولت باید دې مسایلو ته پاملرنه وکړي، د کروندګرو او هغو کسانو ملاتړ دې وکړي چې شنې خونې لري او د مناسبو تګلارو وړاندې کولو لپاره دې متخصصین وګوماري.

د کرنې د یاد کارپوه په خبره، حکومت مکلف دی چې د کرنیزو محصولاتو ټولولو په ټولو فصلونو کې د ولایت په کچه د پلور او بهرنیو هېوادونو ته یې د صادراتو زمینه برابره کړي.

ورته مهال، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ مسوولین هم د بادرنګو د تولید ډېرېدو او د هغو د بیې ټیټوالي په اړه خبر ورکړی او وايي، د معلوماتو له مخې، اوسمهال پر ۴۶۴ زره هکتار ځمکه بادرنګ کرل شوي او اټکل کېږي چې په روان کال کې به په هرات کې د بادرنګو حاصلات شاوخوا ۵۳۲۴ مټریک ټنو ته ورسېږي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدنسیم سحر د یاد مطلب په څرګندولو او د خپلې ادارې پالیسۍ ته له اشارې پرته د کرنیزو محصولاتو لپاره د داخلي او خارجي بازارموندنې او د قیمتونو د کنټرول برخو کې په هرې ولسوالۍ کې د مسلکي کسانو د شتون یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اړتیا پر مهال کروندګرو ته مسلکي او تخنیکي مشورې ورکول کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.