ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټرالیا د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وګوماره

اسټرالیا د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وګوماره

author avatar
3 Jul 2024 - 17:12
اسټرالیا د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وګوماره
author avatar
3 Jul 2024 - 17:12

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اماندا مک‌ګرګور یې د ګېلن مایلر پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې ځانګړې استازې په توګه ګومارلې ده.

یاد وزارت په نننۍ (چهارشنبه) بیانیه کې لیکلي، اغلې مک ګرګور چې په قطر کې اوسېږي، له خپلو همفکره هېوادونو سره به د افغانستان د خلکو ملاتړ لپاره کار وکړي.

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ډیپلوماتان له نړۍ سره د دغه هېواد د تعامل محرکین دي او له هېواده بهر د اسټرالیا ملي ګټې پالي.

د یاد وزارت په بیانیه کې زیاته شوې، اسټرالیا په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په افغانستان کې له زیانمنو کسانو سره ۷۱ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د ویلو ده، د اغلې مک‌ګرګور په وروستیو کې په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت د ماموریت مرستیاله وه.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.