کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي.
د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د دغو دوو افغان زندانیانو د اعدام حکم روانه اونۍ د شېراز په مرکزي زندان کې تطبیق شوی دی.
د راپور پر بنسټ، دغه دوه کسان چې یو عليالله بخش او بل یې افضلالله بخش نومېدل او دوه کاله مخکې د نشهیي توکو اړوند جرمونو په تور نیول شوي وو، د ایران د قضايي دستګاه له لوري په اعدام محکوم شوي وو.
د ایران قضایه قوې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د یاد سازمان د راپور له مخې، د روان کال په غويي میاشت کې هم د شېراز په مرکزي زندان کې یو افغان وګړی اعدام شوی و.
د یادونې ده، ههنګاو د بشري حقونو یو ایرانی سازمان دی چې په ناروې کې موقعیت لري.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن