غزني ښار ( پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک د اوبو ډنډ ته لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه نن غرمه مهال د خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د خاشا په کلي کې شوې ده.
هغه وویل چې دغه ماشوم د لوبو پر مهال د ابو ډنډ ته لویدلی و او د سېمې د خلکو په مرسته یې مړی له اوبو څخه راویستل شوی دی.
د یادوني وړه ده چې شاوخوا لس ورځې مخکي هم د غزني ناوې ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن هلک اوبو ډنډ ته لوېدلی و او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن