ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله قرغیزستان ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله قرغیزستان ته ولاړه

author avatar
3 Jul 2024 - 17:16
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله قرغیزستان ته ولاړه
author avatar
3 Jul 2024 - 17:16

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته ولاړه.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله له یوه لوبڅار سید ننګیالي سادات سره پرون د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو کې د ګډون په موخه قرغیزستان هېواد ته ولاړه.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې افغانستان په الف ګروپ کې له قرغیزستان او تاجکستان سره لوبېږي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د مرکزي اسیا د فوټبال «کافا» سیالۍ د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۵مه پیلېږي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.