جلالاباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یو کس د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر د چنګاښ په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازدیګر د جلالاباد ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د کمپونو سيمه کې يو کس د لامبو پر مهال اوبو وړی دی.
دی وايي، د نوموړي کس جسد د جلالاباد ښار اتمې امنيتي حوزې منسوبینو د يادې حوزې په مربوطاتو کې له اوبو راايستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
په جلالاباد ښار کې د ګرمۍ په موسم کې ځوانان د سیند او نهرونو اوبو کې لامبي چې پر مهال یې کله ناکله له دې ډول پېښو سره مخ کېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن