کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳) د عدلیې وزارت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس امارتي ثابت شو.
د افغانستان عدلیې وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټي ۵۵۶ جریبه ځمکه، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده ټوله ځمکه امارتي تثبیت کړه او د ځمکو له غصبه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې وسپارله.
سرچینې ویلي، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیقې او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد ټول ښارګوټی امارتي تثبیت کړ.
عدلیې وزارت زیاته کړې: «یاده شوې ځمکه بلندابه او تپهزاره ده او د دې قضیې مدعي علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نهشو کړای چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت دی؛ ځکه چې په وړاندې شوو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی و. د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې امارتيتوب په ډاګه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.»
سرچینې ویلي، د امارتي ځمکو له غصبه مخنیوی او د غصب شوو ځمکو استرداد د اسلامي امارت له اساسي موخو ده چې د ځمکو له غصبه د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
سرچینه کاږي، دغه کمېسیون مسوولیت لري څو امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیرشرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دغه بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې عدلیې وزارت د تېر ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۲۲مه د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۱۱۴۵ جریبه ځمکه راګرځولې وه.
هغه مهال د عدلیې وزارت ویلي وو، تر دې دمه شاوخوا دوه میلیونه جریب ځمکه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې راګرځول شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن