کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د آذربایجان آسان خدمت مسوولینو د افغانستان له آسان خدمت سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او تخنیکي برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې د آسان خدمت ریاست سرپرست جهاد ګل پاڅون او د ظرفیت لوړونې برخې مشر احمد الماس د آذربایجان هېواد د آسان خدمت له مرستیال جیهون سلمنوف سره لیدلي.
سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې چې څه موده مخکې ترسره شوه د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو په تړاو تر هر اړخېز بحث وروسته د آذربایجان آسان خدمت چارواکو د افغانستان آسان خدمت سره د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او په دې برخه کې د تخنیکي همکاریو ژمنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د آسان خدمت ماډل چې تر یوه چترلاندې د بېلابېلو عامه خدمتونو وړاندې کول دي د آذربایجان آسان خدمت ماډل پر بنسټ رامنځته شوی چې په لنډ وخت کې بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په کابل ښار کې د آسان خدمت څلور، کندهار او خوست کې یو یو مرکز فعال دي او په نږدې راتلونکې کې به په ځینو نورو لویو ولایتونو کې هم ورته مرکزونه رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP