ترینکوټ (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان د ګېزاب ولسوال میرحمزه حنفي وایي، د دې ولسوالۍ نیکزو سیمه کې څلور میاشتې مخکې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه پر دښمنۍ بدله شوې وه او دوو کسانو ته پهکې مرګژوبله اوښتې وه.
هغه وویل چې یاده دښمني تېره ورځ د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب پر دوستۍ بدله شوې ده.
هغه زیاته کړه، د یادې شخړې پر مهال د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی او د بلې کورنۍ یو غړی ټپي شوی و.
ولسوال وویل، د عبدالرحیم او کریمالله کورنیو ژمنه کړې چې له دې وروسته به مخکینۍ بدي پای ته رسوي او د پخوا په څېر به عادي ژوند کوي.
ورته مهال کریمالله له مسوولینو مننه کوي چې د دوی او د عبدالرحیم د کورنیو ترمنځ یې منځګړیتوب وکړ.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن