کابل (پژواک، ۱۳ چنکاښ ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې پولیسو د نشهيي توکو د پلور په تور اووه کسان نیولي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ دغه خبر نن پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې له نیول شوو کسانو سره شاوخوا ۱۲۰۰ ذیکپ او ۱۷۴ کا ټابلېټونه، ۷۸۰ ګرامه چرس، ۴۲ ګرامه شیشه او یوه اندازه نور نشهيي توکي نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ دغه راز ویلي چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له ترتیبېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن