ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو افغان سوک‌وهونکو په اسیایي سیالیو کې نیمه‌ پایلوبې ته لار ومونده

دوو افغان سوک‌وهونکو په اسیایي سیالیو کې نیمه‌ پایلوبې ته لار ومونده

author avatar
3 Jul 2024 - 17:12
دوو افغان سوک‌وهونکو په اسیایي سیالیو کې نیمه‌ پایلوبې ته لار ومونده
author avatar
3 Jul 2024 - 17:12

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د المپیک ملي کمېټه وایي، دوو افغان سوک‌وهونکو مجتبی حیدري او فردوس نجیب د اسیا ځوانانو سیالیو کې نیمه‌ پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دغو سیالیو کې مجتبی حیدري په ۴۸ کیلو وزن کې خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو نیمه‌ پایلوبې ته یې لار ومونده.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې فردوس نجیب له دې امله چې سیال یې لوبې ته حاضر نه شو، نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

سرچینه وایي چې دغه سیالۍ په روسیه کې روانې دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.