ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برازیل کې د سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي

برازیل کې د سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي

author avatar
4 Jul 2024 - 18:07
برازیل کې د سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي
author avatar
4 Jul 2024 - 18:07

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د برازیل دولت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د بې‌مخنیې سېلابونو له امله ۱۸۰ کسان مړه شوي دي.

نړۍوالو رسنیو نن د برازیلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغو سېلابونو له امله ۳۲ کسان نادرکه شوي هم دي.

برازیل کې د ژغورنې او موندنې ادارې ویلي چې سېلابونو د دغه هېواد د سوېل په ۴۷۸ ښارونو کې ۲،۳۹ میلیون کسان اغېزمن کړي دي.

دغې ادارې زیاته کړې، اوسمهال ۴۵۰ زره کسانو خپل کورونه پرېیښي او امن ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، د برازیل په سوېل ریوګرانډ دوسول ایالت کې له تېرو څو اونیو سېلابونه جریان لري او د دغه ایالت ډېر ښارونه اوبو لاندې کړي دي.

د برازیل دولت ویلي چې ۱۵،۴ میلیارده ډالر یې د ویجاړو شو سیمو بیارغونې لپاره ځانګړي کړي دي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.