ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

غزني کې پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): غزني کې د څه باندې ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په اندړو او ګیرو ولسوالیو کې پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

هغه وویل چې په دغو پنځو ښوونځیو کې د خال، شهید امین‌الله، زېګۍ، نظروالو او ملا مشک‌عالم منځني ښوونځي شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځیو پر جوړېدو ۵۳،۵ میلیون افغانۍ لګول کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري ورکول کېږي او تخنیکي چارې د یار موسسه مخې ته وړي.

نوموړي وویل، یاد ښوونځي ځیني یې پر پنځه او ځیني پر اته جریب ځمکه کې جوړیږي چې هر یو به یې ۱۲ درسي خونې، یوه اداري خونه، د احاطې دېوال، تشنابونه، د اوبو ذخیره او د لمريزې برېښنا سیستمونه ولري.

حسیني وايي چې د یادو ودانیو جوړولو چارې به د روان کال په اوږدو کې بشپړې شي.

دغه راز، د یار موسسې ولایتي مسوول شېرافضل افضلي پژواک ته وویل چې دوی د سږ کال په اوږدو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د غزني په بېلابېلو سیمو کې لسو ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.

ورته مهال، د ګیرو ولسوالۍ د خال سیمې یوه اوسېدونکي حاجي برات پژواک اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې ښوونځی تر اوسه ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ستونزو کې دي.

هغه وايي، اوس د خال سیمې ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو به یې تر ډېره د زده‌کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي.

د یادوني ده، غزني کې ۷۷۱ ښوونځیو له ډلې ۲۵۰ لا هم ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.