ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ – سمنګان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

د بلخ – سمنګان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

author avatar
4 Jul 2024 - 14:17
د بلخ – سمنګان پر لویه لار ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي
author avatar
4 Jul 2024 - 14:17

ایبک (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د بلخ – سمنګان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کرولا موټر چې د مزارشریف له ښاره ایبک ته پر لاره و، د سمنګان د خلم ولسوالۍ په غندي اولګای سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه وویل، دغه پېښه تېر مازدیګر شوې چې له امله یې څلور کسان مړه او یو بل ټپی شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د پېښې مړي او ټپي کس د خلم ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌غوري بللې ده.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.