ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په مارجه کې څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

د هلمند په مارجه کې څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

author avatar
4 Jul 2024 - 17:58
د هلمند په مارجه کې څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده
author avatar
4 Jul 2024 - 17:58

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له غاصبینو څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د غصب مخنیوي په دغه کمپاین کې چې د ګډو ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه، د ګڼو کسانو له خوا د روانو خپل‌سرو تصرفاتو مخنیوی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه کمپاین کې د مارجې ولسوالۍ اړوند سستاني، بصیر بازار، تریخ ناور، اخترمحمد بازار او د بند پړاو سیمو کې د سلګونو غاصبینو له خوا نوي جوړېدونکي دېوالونه ړنګ او هلته د هر ډول خپل‌سرو تصرفاتو مخنیوی وشو.

د نوموړي په خبره، د یادو تصرفاتو مخنیوي پر مهال یې لسګونه غاصبین نیولي، برمې او د غصب نور توکي هم ترلاسه شوي او ترڅنګ یې سلګونه نوي رغول شوي سرایونه نړول شوي او څه باندې درې زره جریب ځمکه له غاصیبینو څخه راګرځول شوې ده.

د یادونې ده، په هلمند کې د غاصبینو پر وړاندې د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګڼو ولسوالیو کې جدي اقدامات پیل شوي څو ټولې دولتي ځمکې له غصبه وژغول شي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.