ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کانکور ازموينې اخیستو لړۍ پيل شوه

ننګرهار کې د کانکور ازموينې اخیستو لړۍ پيل شوه

author avatar
4 Jul 2024 - 15:28
ننګرهار کې د کانکور ازموينې اخیستو لړۍ پيل شوه
author avatar
4 Jul 2024 - 15:28

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په ننګرهار پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري له نږدې ۹۵۰۰ کسانو څخه د کانکور ازموینې اخیستو لړې پيل شوه.

دا ازموینه چې نن سهار وختي پيل شوه، درې ورځې به دوام وکړي چې د ۱۲م ټولګيو پر فارغانو سربېره به په کې يو شمېر د ۱۴م ټولګيو فارغان هم ازموينه ورکړي.

د سږني کانکور د ازموينې د پيل مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رييس مولوي انعام‌الله مدني وويل چې په سږني کانکور کې د دوولسم او څوارلسم ټولګيو ۹زره او ۴۹۵ فارغانو ګډون کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې له سږني کانکور څخه به په ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو لپاره د بېلابېلو ولايتونو ۴زره او ۸۵۵ محصلين جذب شي.

د پوهنتون رييس د ازموینې ملي ادارې له مسوولينو مننه وکړه چې د ازموينې روڼتیا په موخه يې ښه تدابیر نيولي، همدا راز يې استادانو ته د پروسې لا ښې روڼتيا او له محصلينو سره د ښه چلند سپارښتنې وکړې.

د ازموينې ملي ادارې مالي او اداري رييس مولوي معلم‌احمد حقاني وويل، د کانکور ازموينې ښه تر سراوي او روڼتيا په موخه يې بشپړ چمتووالی نيولی او خوښي يې وښوده چې سږ کال د ځوانانو ترڅنګ يو شمېر کسانو چې عمرونه يې د ۵۱، ۵۵ او ۶۰ کلونو ترمنځ دي، په ازموينه کې ګډون کړی دی.

د ننګرهار د پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني وويل، په تېرو څو کلونو کې په ښوونځيو کې تر ډېره د زده‌کوونکو ستونزې حل شوي، درسي بهير يې ښه شوی او تمه ده چې سږ کال به د ننګرهار له ښوونځيو فارغ زده‌کوونکي د خپلو خوښو پوهنځيو ته لاره پيدا کړي.

د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو هم د کانکور روانه پروسه ښه وبلله او له مسوولينو يې وغوښتل چې په درېیو ورځو کې نظم او روڼتيا ته ډېره پاملرنه وکړي.

د کانکور يوه ګډون‌وال صابرالله دغه راز له مسوولينو وغوښتل چې د کانکور اخیستو پر مهال چې کوم نظم او روڼتيا رامنځته شوي د پايلو د اعلان برخه کې هم همداسې له روڼتيا کار واخیستل شي.

د يادولو ده چې په سږني کانکور ازموينه کې هم ښځينه زده‌کوونکو ته د ګډون زمينه نه ده برابره شوې.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.