ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): په غزني کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د درېیم پلان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د بدنې روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۵ ورځې مخکې د لوی اختر په مناسبت د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې وې.

هغه وویل چې د یادو سیالیو پای لوبې ته د درېیم پلان او دوستان صمیمي لوبډلو لار پیدا کړه.

هغه زیاته کړه چې درېیم پلان لوبډلې درې د دوو پر وړاندې د دوستان صمیمي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د هغه په وینا، دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

بل لور ته، لوبغاړي هم د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د دوستان صمیمي لوبډلې یوه لوبغاړي توریالي پژواک ته وویل، ډېر خوښ دی چې دوی ته د سیالیو کولو زمینه برابره شوه.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه ورته سیالۍ جوړې کړي څو د لوبغاړو ترمنځ همغږي رامنځته او تجربې شریکې شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او جایزې ورکړل شوې.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.