کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): فراه کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډيمونه، زابل کې د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو چارې بشپړې او دغه راز په لغمان کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پروژو کارونه پیل شول.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لوري د فراه د پرچمن ولسوالۍ په افتينه کلي کې د ۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې بشپړې شوې.
خبرپاڼه کاږي، د اوبو دغه چکډیم ۳۸ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او د ۲۵۰۰۰ متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په لړ کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لوري د فراه د بکواه ولسوالۍ په تاکجر سیمه کې د ۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې بشپړې شوې.
د خبرپاڼې په حواله، دغه چکډيم ۴۷ متره اوږدوالی، څلورمتره لوړوالی او د ۲۱۰۰۰ متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په لړ کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
دغه راز، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ویلي چې د یاد وزارت له لوري د زابل د ترنک جلدک ولسوالۍ په سپین بند کلي کې د څه باندې درې میلیون افغانیو په لګښت د یوه چکډيم جوړولو چارې بشېړې شوې.
سرچینه وایي، دغه چکديم ۲۴ متره اوږدوالی، درې متره لوړوالی او د ۱۳۲۰۰ متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې د کار په لړ یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
همدارنګه د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي د چنګاښ په ۱۴مه پژواک اژانس ته وویل چې تېره ورځ په مهترلام کې د درېیو فرعي سړکونو پخولو چارې پیل شوې.
نوموړي وویل چې یاد فرعي سړکونه د مهترلام ښاروالۍ له لوري د شپږ میلیون افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي بڼه جوړېږي چې د اتو میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.
ورته مهال، د یادو فرعي سړکونو ګټه اخیستونکي وګړي د دولت له دغه اقدامه خوښ دي چې د دوی له غوښتنې سره سم یې د یادو فرعي سړکونو پخولو چارې پیل کړې.
قاری واحدالله چې د سلطان غازي بابا ښارګوټي کې استوګن دی، پژواک اژانس ته وویل چې پخوا د دوی د کور مخه خرابه، کنډ او کپر وه، د موټرو او رېکشو له ګردونو په تکلیف وو، خوښ دي چې دولت له خپلې بودجې ورته فرعي سړک پخوي.
بلخوا، یو رېکشه چلوونکی محمد طاووس بیا وایي، اکثره فرعي سړکونه خراب دي، له دولته مو غوښتنه ده چې د ټولو خامو فرعي سړکونو جوړولو او پخولو لپاره کارونه پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP