Language

فراه کې ناپېژانده وسله‌والو یوه ښځه او خاوند یې وژلي

فراه ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو یوه ښځه او خاوند یې وژلي دي.

د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه ناپېژانده وسله‌والو د فراه‌رود ولسوالۍ په حاجي‌اباد کلي کې په یوه کور کې یوه ښځه او د هغې خاوند په ډزو وژلي دي.

سرچینه وايي چې د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د یادې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو امنیتي او کشفي ارګانونو یې په اړه پلټنې پيل کړې دي.