ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې بې‌سرپناه کورنیو ته ښارګوټی جوړیږي

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې بې‌سرپناه کورنیو ته ښارګوټی جوړیږي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، راتلونکې اونۍ به د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د بې‌سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش کمېټې خپله لسمه ناسته وکړه.

سرچينې لیکلي چې په دې ناسته کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې‌سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو په تړاو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

خبرپاڼه کې راغلي، لومړی د اوبو او برېښنا وزارت استازو په دامان ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبو د کیفیت او کمیت په تړاو د ترسره شوو مطالعاتو په اړه وضاحت ورکړ چې په خبره یې، په یاده سیمه کې د ځمکې لاندې اوبه د څښاک لپاره مناسبې دي.

د یادې کمېټې مشر او د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر حمدالله نعماني، د اوبو او برېښنا  وزارت د مطالعاتو راپور له اورېدو وروسته په کمېټه کې شاملو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې هر لوری خپل خپل کارونه ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت لیکلي، په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي د خط اچونې لړۍ پیل شي، هوارکاري به ترسره شي او د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره به لومړني اقدامات پیل شي.

نعماني ټینګار کړی چې عملي اقدامات دې په چټکۍ پیل او په کم وخت کې دې ښارګوټی د ژوند کولو لپاره چمتو شي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.