کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په مردان کې چاودنې درې کسان وژلي او د پولیسو په ګډون اته نور یې ټپیان کړي دي.
د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د خیبر پښتونخوا په مردان کې د پولیسو پر یوه موټر شوې ده.
سرچينې لیکلي چې په پېښه کې کې درې کسان وژل شوي او د پولیسو په ګډون اته نور ټپیان دي.
په راپور کې راغلي، پولیسو پلټنې پیل کړې خو د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP