ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برېټانیا لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه

د برېټانیا لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه

author avatar
5 Jul 2024 - 16:38
د برېټانیا لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه
author avatar
5 Jul 2024 - 16:38

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د برېټانیا لومړي وزیر، ریشي سوناک وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کې کمې رایې واخيستې.

ریشي سوناک د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې رسماْ د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه غوره شو.

سوناک اوس ۴۲ کلن دی او له څه باندې ۲۰۰ کلونو راهیسې نوموړی د برېتانیا د حکومت تر ټولو کم‌عمره لومړی وزیر و.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې خپل ټول ژوند یې دې دندې ته وقف کړی و خو د ولس قضاوت بل څه و او د هغوی قضاوت ته احترام لري.

سوناک لیکلي چې د لومړي وزیر په توګه خپله دنده په ویاړ سره پرېږدي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د سر کېیر سټارمر په مشرۍ د برېتانیا کارګر ګوند د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې او سټارمر به څو ساعته وروسته رسماً د برېتانیا لومړي وزیر مقام ترلاسه کړي.

په برېتانیا کې وروستی ځل پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې وشوې. د قانون له مخې، هر ګوند چې د برېتانیا پارلمان یا ولسي جرګه کې اکثریت څوکۍ وګټي، هماغه ګوند حکومت جوړوي.

ریشي سوناک به د برېتانیا پاچا ته ورځي او له خپل مقامه به استعفا کوي، دا لیدنه معمولاً په بکینګهم ماڼۍ کې کېږي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.