کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره په ليدنه کې ویلي، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او هر افغان له تبعیض پرته په کې ځان لیدلی شي.
د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ځینو ولایتونو له يو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.
سرچينې لیکلي چې یادو کسانو د دوحې درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د دریځ په ګډون د هغه د کورني او بهرني سیاست ملاتړ وکړ، ویې ویل، نن د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان له تبعیض پرته پر یوه ټغر راټول شوي دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې ليدنه کې ویلي، اسلامي امارت په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی او په هيڅ قیمت به د خپلو ولسونو او اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر معامله ونه کړي.
هغه ویلي، د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې، د ټولو شریک نظام دی او هر افغان له تبعیض پرته په کې ځان لیدلی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP