ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر په هیڅ قیمت معامله نه کوو

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر په هیڅ قیمت معامله نه کوو

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او علماوو سره په ليدنه کې ویلي، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې او هر افغان له تبعیض پرته په کې ځان لیدلی شي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ‎د ځینو ولایتونو له يو شمېر علماوو او  قومي مشرانو سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې یادو کسانو د دوحې درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د دریځ په ګډون د هغه د کورني او بهرني سیاست ملاتړ وکړ، ویې ویل، نن د اسلامي نظام له برکته ټول افغانان له تبعیض پرته پر یوه ټغر راټول شوي دي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې ليدنه کې ویلي، اسلامي امارت په خپلو سیاستونو کې خپلواک دی او په هيڅ قیمت به د خپلو ولسونو او اسلامي او ملي ارزښتونو پر سر معامله ونه کړي.

هغه ویلي، د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره ټولو افغانانو قرباني ورکړې، د ټولو شریک نظام دی او هر افغان له تبعیض پرته په کې ځان لیدلی شي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.