ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي

سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي

author avatar
5 Jul 2024 - 11:34
سرپل کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي
author avatar
5 Jul 2024 - 11:34

سرپل (پژواک، ۱۵ سرطان ۱۴۰۳): د سرپل امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سرپل امنیې قوماندانۍ ویان نقیب‌الله علمیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پيښه پرون مازدیګر د دغه ولایت د مرکز اړوند په «لتي» کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، د دغه ولایت مرکز ته پر لاره یو مسافر وړونکی موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

علمیار وايي چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.