Language

کاپیسا او غزني کې ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي

محمودراقي، غزني (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په غزني او کاپیسا ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون له غرمې وروسته د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالۍ په چايي‌خېل سیمه کې یو تونس موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه پېښه کې د موټر چلوونکي او یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پېښې هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی، کابل او هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی، د درملنې په موخه د دغه ولایت په مرکز کې ده باباعلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا، غزني کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې لومړۍ پېښه پرون د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند په سیدخېل کلې کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه سراچې او یوه باور وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دې پېښه کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، دویمه پېښه تېر ماښام د قره‌باغ ولسوالۍ په بازار کې د دو موټرسایکلونو د ټکر له امله شوې چې په کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه راز وویل چې بله ترافیکي پېښه د غزني ښار په څلورمه حوزه کې د یوه موټرسایکل او یوه موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې موټرسایکل چلوونکی سخت ټپي شوی او د درېيو واړو پېښو ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د یادو پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.