ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان یتیم‌تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې تړون لاسلیک شو

د جوزجان یتیم‌تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې تړون لاسلیک شو

author avatar
6 Jul 2024 - 16:06
د جوزجان یتیم‌تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې تړون لاسلیک شو
author avatar
6 Jul 2024 - 16:06

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت له یوې ترکي کمپنۍ سره د ۷،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د جوزجان ولایت یتیم‌تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې چارو تړون لاسلیک کړ.

د یادو دوو څاګانو تړون نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت کې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور او د ترکي کمپنۍ «سفیر سندراج» رییس قدیر کرکوچ ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل چې نن د جوزجان ولایت یتیم‌تاق سیمې کې د ګازو د دوو څاګانو د کېندنې تړون لاسلیک شو.

دی وايي، د دغو څاګانو د دواطلبۍ پروسه کې څلورو بهرنیو کمپنیو ګډون کړی و چې له جملې یې د «سفیر سندراج» په نوم یوه ترکي کمپنۍ د دواطلبۍ ګټونکې شوه.

هغه زیاته کړه، د یادو دوو څاګانو د کېندنې چارې د ۷،۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په قرار داد ورکړل شوې چې د کېندنې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي او د دغو دوو څاګانو ټول لګښت د حکومت له بودجې ورکول کېږي.

هغه زیاتوي، د هرې څاه ژوروالی ۱۶۵۰ متره دی او د هرې څاه د استخراج ظرفیت په ورځ کې ۱۵۰ زره متر مکعب ګاز دی.

د دلاور د معلوماتو له مخې، په تېر جمهوریت کې د یوې څاه د کېندنې چارې د ۸،۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په قرار داد ورکول کېدې.

د هغه په خبره، د دغو څاګانو له درکه به په ورځ کې ۶۰ زره امریکایي ډالر عواید د دولت خزانې ته راځي.

نوموړي هیله وښوده چې افغانستان به د نفت او ګازو برخه کې په راتلونکي کې پرځان بسیا شي.

دلاور همداراز وویل، په هرات کې ۲۳ زره کیلومتر مربع د ګازو کان دی چې ډېر ژر به یې د استخراج تړون لاسلیک شي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.