کابل (پژواک، ۱۶ سرطان ۱۴۰۳): چین او تاجکستان، افغانستان کې د سیاسي مذهبي او قومي ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت پر رامنځته کېدو په داسی حال کې ټینګار کړی چې اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله بولي.
چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې دغهراز ویلي، یو بې پری، متحد، ټولګډونه، سولهییز او له ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک افغانستان د افغانانو او سیمې په ګټه دی.
دغه ګډه اعلامیه د شانګهای همکاریو سازمان تر سرمشریزې وروسته، تاجکستان ته د چین د ولسمشر، شي جین پنګ د سفر په ترڅ کې صادره شوې ده.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د ټولګډونې حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP