ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کونړه په لومړي ځل اته زره ټنه پياز هندوستان ته صادرېږي

له کونړه په لومړي ځل اته زره ټنه پياز هندوستان ته صادرېږي

author avatar
6 Jul 2024 - 18:04
له کونړه په لومړي ځل اته زره ټنه پياز هندوستان ته صادرېږي
author avatar
6 Jul 2024 - 18:04

اسعداباد (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): کونړ کې یو شمېر سوداګر وایي، د لومړي ځل لپاره یې له دغه ولایته هندوستان هېواد ته د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ زره ټنه پیازو د لېږد لړۍ پیل کړې ده.

د کونړ ولایت یو شمېر سوداګر وایي، نن یې له دغه ولایت څخه د پاکستان له لارې هندوستان ته د پیازو د لېږد لړۍ پیل کړه چې په وینا یي راتلونکې یوه میاشت کې به اته زره ټنه پیاز صادر کړي.

د کونړ یو سوداګر حبیب‌الرحمن نن په همدې موخه یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل: «موږ د مومند په نوم له یوه شرکت سره د څه د پاسه ۹۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ زره ټنه پيازو د لیږد قرارداد لاسلیک کړی چې د پاکستان هېواد له لارې به هندوستان ته صادرېږي.»

هغه زیاته کړه، هڅه کوي د دغه ولایت نورو کرنیزو توکو ته هم په نړۍوالو بازارونو کې د خرڅلاو زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د والي مرستیال عبدالله حقاني وویل، هڅه کوي د کرندګرو محصولاتو ته په کور دننه او بهر د خرڅلاو مناسب بازار برابر کړي.

هغه وویل، ټول هېواد کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او په وینا یې چې سوداګر کولی شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ورته مهال د دغه ولایت کروندګر خوښ دي چې کرنیز توکي یې نړۍوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

د اسعداباد ښار د کرهالې سیمې اوسېدونکي حاجي اجمل وویل:«موږ خوښ یو چې په لومړي ځل د کرونګرو محصولات بهر ته صادرېږي چې په دې سره به نه یوازې سوداګر ښه ګټه لاسته راوړي، بلکې د کرونګرو اقتصادي وضعیت به هم ښه والي ومومي.»

کونړ د هېواد په ختیځ کې یوه غرنی ولایت دی چې کمه کرنیزه ځمکه خو پریمانه اوبه لري او کروندګر یې د کال په څلورو فصلونو کې بېلابېل ډوله کرنیز توکي د هېواد بازارونو ته وړاندې کوي.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.