Language

لوګر کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او یو ځوان ټپي دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل، تېره ورځ ناوخته د مرکز پل‌علم اړوند موسی‌کلا په سیمه کې د هاوان یوه سرګلوله پر ماشومانو چاودلې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور ماشومان وژل شوي او یو ۱۹ کلن ځوان ټپي شوی دی.

انس زیاته کړه: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ماشومانو په یوې پخوانۍ ناچاوده سرګلولې لوبې کولې.»

نوموړي زیاته کړه، ټپي ځوان د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته لېږدول شوی او روغتیایی حالت یې د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د مرکز پل‌علم ښار اړوند په کارته مامورین سیمه کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې له امله یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی و.