Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راتلونکې دوشنبه د کابل – کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو موټرو پر مخ تړل کېږي

راتلونکې دوشنبه د کابل – کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو موټرو پر مخ تړل کېږي

author avatar
6 Jul 2024 - 18:38
راتلونکې دوشنبه د کابل – کندهار لویه لار د دوو ورځو لپاره د لویو موټرو پر مخ تړل کېږي
author avatar
6 Jul 2024 - 18:38

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ټولګټو چاور وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د میدان‌وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر دغه سړک د قیراچونې له امله د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.

د ټولګټو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه د يوې خبرتیا په خپرولو سره لیکلي: «لکه څنګه چې ټولګټو وزارت، د کابل – کندهار لويې لارې اړوند د میدان‌وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ‌اباد پل په سیمه کې د قیراچونې کار پیل کړی او دا مهال عملاً جریان لري؛ نو په همدې اساس د ټرانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې – ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل – کندهار لويه لار د میدان‌وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شیخ‌اباد سیمه کې د دوشنبې ماذیګر له پنځو بجو د چهارشنبې ماذیګر تر پنځو بجو پورې د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او غټو مسافروړونکو وسايطو پرمخ تړل کېږي.»

خبرياته کې راغلي، ياد ټرانسپورټي وسایط کولای شي چې په دغه موده کې د کابل – لوګر له لارې له تنګي مسیر څخه په ګټې اخیستو تګ – راتګ وکړي.

سرچينه زیاتوي، د کوچنیو مسافروړونکو وسایطو لپاره د کابل له لوري بدیل مسیر شته، خو د غزني له لوري باید د لوګر – کابل له لارې د تنګي له مسیر څخه تېر شي.

Views: 43

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.