Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد نوي ښار لپاره ۴۴زره جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کور او ښار جوړولو رييس وايي، د جلال اباد د نوي ښار لپاره يې ۴۴زره جريبه ځمکه په پام کې نيولې ده.

بلخوا د کور او ښار جوړولو وزير شيخ حمد الله نعماني وايي، د اړتیا په صورت کې د جلال اباد لپاره نوی ښار جوړېږي.

د کور او ښار جوړلو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کور او ښار جوړولو رييس مولوي محمد نبي سعيدي پرون د کور او ښار جوړولو له وزير سره د جلال اباد د نوي ښار په تړاو ناسته کړې ده

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ننګرهار ولايت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد نبي سعیدي د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني سره په لیدنه کې ویلي، د جلال اباد نوي ښار لپاره ۴۴ زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده.

مولوي محمد نبي سعیدي زیاته کړې، یاده ځمکه د جلال اباد ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري چې د اته زره جریبه ځمکې یې د توپوګرافي سروې هم شوې؛ خو په خبره یې پاتې چارې یې د ځمکې د نه لېږد له کبله په ټپه ولاړې دي.

نوموړی وایي، که یاده چاره ترسره شي، دوی به د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل کړي.

بلخوا د کور او ښار جوړولو وزير شيخ حمد الله نعماني له قوله په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کوي او هڅې یې پیل کړي چې د سرپناه برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسولیت ترسره کړي.

د جلال اباد ښاريان هم هيله مند دي چې د دغې پروژې ترڅنګ دې د ننګرهار نورې لويې پروژې هم بشپړې شي.

د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی وارث خان وايي، اوسمهال په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته شوې، که نوی ښار جوړېږي، نو بايد د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتياوې په کې په نظر کې ونيول شي.

دی وايي، همدا اوس په ننګرهار کې د کابل-جلال اباد او جلال اباد – تورخم لويې لارې، ۱۰۰۰ بستريز روغتون او ځينې نورې مهمې پروژې نيمګړې پاتې دي چې حکومت بايد دغه پروژې هم بشپړې کړي.

د حکومتي مسوولینو  معلوماتو له مخې، د جلال اباد ښار مساحت کم خو اوسمهال يې د وګړو شمېر نږدې دوه ميليونه کسانو ته رسيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.