پلخمري (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د بغلان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې ولایتي روغتون ته د شري پر ناروغۍ اخته ۴۷۳ ماشومان وروړل شوي چې له ډلې یې دوه ماشومان مړه شوي هم دي.
د بغلان ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر نجمالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله په بغلان کې د شري ناروغۍ مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
دی وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې ولایتي روغتون ته د شري پر ناروغۍ اخته ۴۷۳ ماشومان وروړل شوي چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر دی.
هغه زیاتوي، په یاده موده کې د دې ناروغۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي هم دي.
د جمعهګل په نوم یو کس چې نهه میاشتنۍ لور یې د همدې ناروغۍ له امله په دغه روغتون کې بستري ده وايي: «نن مې شپږمه ورځ ده، لور مې دلته بستر ده، درې نور ماشومان مې هم په شري اخته شوي وو، هغوی په کور کې ښه شو، علت یې دا دی چې موږ د بزګرۍ په کارونو کې بوخت وو، ماشومان مو نه وو واکسین کړي.»
دغه راز، د خوست و فرینک ولسوالي یوه اوسېدونکي چې تازه له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وايي، یونیم کلنۍ لور یې تبه، نسناستی او زړه بدوالی درلود، روغتون ته له راوړلو وروسته معلومه شوه، د شري پر ناروغۍ اخته ده.
دا مېرمن وايي، ډاکټرانو ورته ویلي چې لور به یې له یادې ناروغۍ تر رغېدو پورې په روغتون کې بستر وي.
ډاکټران وايي، د شري ناروغي یوه چټکه ساري او مرګوني ناروغي ده چې سخته تبه، ټوخی، د سترګو سوروالی او پر بدن د کوچنیو دانو څرګندېدل یې نښې دي.
د دوی په خبره، یاده ناروغي د پرنجي او ټوخي په واسطه له ناروغ کس څخه نورو ته انتقالېږي چې غوره وقایه یې د یادې ناروغۍ ځانګړی واکسین کول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP