Language

غزني کې د زړې مرمۍ چاودنې له امله دوو ماشومان ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د غزني امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په موسی‌والو کلي کې شوې ده.

هغه وویل، یاد ماشومان په خپله کرنیزه ځمکه کې دغه مرمۍ موندلې وه او د لوبو پر مهال پرې چاودلې ده چې له امله یې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل یې ټپي شوی دی.

سرحدي وایي، ټپی شوی ماشوم روغتون ته درملنې په موخه لیږدول شوی دی.