ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچني پامیر کې مېشت سرحدي ځواکونه په پولو او صفري نقطو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي

کوچني پامیر کې مېشت سرحدي ځواکونه په پولو او صفري نقطو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي

author avatar
8 Jul 2024 - 17:39
کوچني پامیر کې مېشت سرحدي ځواکونه په پولو او صفري نقطو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي
author avatar
8 Jul 2024 - 17:39

فیض‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د هېواد سرحدي ځواکونه د بدخشان د کوچني پامیر په سرحدي سیمو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي، اجازه نه ورکوي چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته یو کوچنی ګواښ هم متوجه شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري د ولایت له مقام سره په همغږۍ کوچني پامیر ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان له صفري نقطو لیدنه او ارزونه کړې او د سرحدونو ساتنه یې د هېواد د نظام وجیبه بللې ده.

نوموړي د هېواد ځواکونه او مسوولین وهڅول څو د سرحدونو ساتنې ته لا هڅې ډېرې کړي، قاچاقبرو او هغو خلکو ته دې اجازه نه ورکوي چې په دې سیمه کې افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس افغان سرحدي ځواکونو ته وویل، اسلامي امارت به د ښه ګاونډیتوب په پار اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو ته خطر متوجه شي.

هغه په دې لیدنه کې سرحدي ځواکونه وهڅول چې د ملي پارک له خوندي شوو ساحو، د نادرو ژوو ښکار او د ګرځندویانو او مجاهدینو له خوا د هوایي ډزو جدي مخنیوی وکړي او ګرځندویانو ته دې موثر خدمات وړاندې او له هغو سره دې انسان‌دوستانه چلند ولري.

د پژواک خبري اژانس خبریال کوچني پامیر ته تللی او هلته یې له سرحدي ځواکونو سره خبرې کړې، دغو ځواکونو ویلي چې له هر ډول احتمالي ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دي.

په کوچني پامیر کې د افغان سرحدي ځواکونو مسوول سلطان‌محمد پامیري په سرحداتو او صفري نقطو کې د امنیت ډاډ ورکړ.

هغه وویل: «موږ د مقام او شهرت لپاره نه، بلکې د هېواد له سرحدونو د ساتنې په موخه شپه او ورځ له خپلو سرحدونو ساتنه کوو او هيڅکله اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې ګاونډيو هېوادونو ته یو کوچنی خطر هم پېښ شي او هیله‌من یم چې ګاونډي هېوادونه هم د ښه ګاونډيتوب اصل ته پام وکړي.»

د بدخشان پامیر کې د سرحدي ځواکونو یوه افسر دریا بای وویل چې په کوچني پامیر کې له خپلو ملګرو سره یوځای د هېواد د سرحدونو ساتنه کوي.

نوموړي وویل: «موږ د هر ډول احتمالي ګواښونو پر وړاندې دفاع او مبارزې ته چمتو یو، شپه او ورځ په کوچني پامیر کې چې له تاجکستان، چین او پاکستان سره سرحد لري، نظارت لرو او خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې په ارام فکر ژوند وکړي، موږ دلته د دوی ساتنې او دفاع بیداره یو.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.