کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د لوړو زدهکړو وزارت وایي، په ځینو رسنیو کې بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ په اړه راپورونه حقیقت نه لري، خو د پرېکړه له مخې، د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته سپاري چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي او د درسې مودې په پای ته رسېدو هم بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.
په ټولنیزو پاڼو کې لوړو زدهکړو وزارت ته یو منسوب مکتوب لاس په لاس کېږي چې د روانې چنګاښ میاشتې په شپږمه د ننګرهار پوهنتون ریاست د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته استول شوی دی.
په دغه مکتوب کې راغلي: «څرنګه چې د ۱۴۰۳ مالي کال د ۴۶۴۸ شماره متحدالمال په ۲۱ بند کې د بورسیه استادانو په هکله داسې لیکل شوي چې د کار او ملکي بورسونو د تنظیم اصولو په پام کې نیولو سره، یوازې هغه شمېر کارکوونکي چې د اړوندې ادارې له لارې، ادارې ته د ځانګړو شوو بورسونو لپاره په رسمي توګه د لوړو زدهکړو وزارت ته معرفي او له هغې لارې له هېواده بهر ته تللي وي او تحصیلي راپور یې هم د بهرنیو چارو وزارت له لوري د لوړو زدهکړو وزارت ته استول شوی او وروسته له تاییده په رسمي توګه اړوندې ادارې ته واستول شي، په دغه حالت کې یې د تحصیل ورځو معاشونه په بریالۍ توګه د تحصیلي دورې تر پایه د اړوندې ادارې له انکشافي بودجې د اجرا وړ دي.»
په مکتوب کې راغلي: «ولې هغه شمېر کارکوونکي چې د ازادو بورسونو او یا په شخصي لګښتونو له هېواده بهر د زدهکړو لپاره تللي وي، معاشونه یې د اجرا وړ نه دي، د یادونې ده، هغه شمېر کارکوونکي چې د ازادو بورسونو له لارې او یا په شخصي لګښتونو له هېواده بهر د زدهکړو لپاره تللي وي او د اړوند ادارې کتبي موافقه یې اخیستې وي، په دغه حالت کې له هېواده بهر د تحصیلي دورې د ورځو د معاشونو مستحق نه ګرځي، ولې هېواد ته له راستنېدنې څخه وروسته اداره مکلفه ده چې په ګومارلو او جذب کې یې د لومړیتوب حق ورکړي.»
د لوړو زدهکړو وزارت د دغه مکتوب په اړه څه نه دي ویلي، خو ځينو رسنیو د یاد مکتوب په خپرولو لیکلي چې د لوړو زدهکړو وزارت د يوې پرېکړې له مخې، ټول هغه استادان او اداري کارمندان چې په رسمي ډول د پوهنتون او اړوندې ادارې د کتبي موافقې له مخې بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره تللي، منفک کړي دي.
خو د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په ځينو رسنیو کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ خبر لاس په لاس کېږي چې هيڅ حقیقت نه لري.
هغه لیکلي: «البته د هېوادوالو د معلوماتو لپاره باید ووایو چې د لوړو زدهکړو وزارت رهبري شورا پرېکړه وکړه چې د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته وسپاري چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي، د درسي بهیر راپور یې نه راځي او یا یې هم په بهر کې درسي موده پای ته رسېدلې، خو بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي او د پاتې کېدو لپاره کوم معقول عذر هم نه لري.»
د هاشمي د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ۱۴۰۰ استادان په بهر کې په زدهکړو بوخت دي، له لوړو زدهکړو وزارت سره په اړیکه کې دي، هلته د درس او ژوند اسانتیاوې ورته برابرې او ٤٥٠ میلیونه افغانۍ تنخواګانې ورته اجرا کېږي چې یاده بودجه پخوا بهرنیانو ورکوله او اوس د لوړو زدهکړو وزارت له بودجي ورکول کېږي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن