ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوې ښځې ته تعزیري سزا ورکړل شوې

بلخ کې یوې ښځې ته تعزیري سزا ورکړل شوې

author avatar
8 Jul 2024 - 17:25
بلخ کې یوې ښځې ته تعزیري سزا ورکړل شوې
author avatar
8 Jul 2024 - 17:25

مزارشریف (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یوې ښځې ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

د افغانستان سترې محمکې پرون (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه حکم د بلخ ښاري لومړۍ محکمې د عامه امنیت دیوان پر اساس عملي شوی دی.

د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د بلخ د مرافعه محکمې رییس ګلاب‌الدین فاروقي، د سترې محکمې د مدني دیوان رییس، د یو شمېر سیمه‌ییزو ادارو مسوولینو، مراجعینو او عامو خلکو ګډون کړی و.

سرچینې څرګنده کړې چې دغه ښځه په عام محضر کې ۳۵ درې وهل شوې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په بلخ کې یو هلک او یوې نجلۍ ته چې پر زنا تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوې وه.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.