Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ نهو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیایي خدمتونه پیل شول

اسعداباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د نهو ولسوالیو په لرو پرتو سیمو کې د لوموړي ځل لپاره ګرځنده روغتیایي خدمتونه پیل شول.

د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وايي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي همکاري یې په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازي‌اباد، ناړۍ، وټه‌پور، چپه‌دره او پيچ دره ولسواليو په لرو پرتو سیمو کې یي د لومړي ځل لپاره ګرځنده روغتيايي خدمتونه پیل کړي دي.

هغه وايي: «زه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له سازمانه مننه کوم چې د کونړ په هغو سیمو کې یې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړې چې اوسيدونکو یې پخوا صحي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه درلود او یا هم له صحي مرکزونو په لرې واټن کې اوسيدل.»

 نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د روغتيايي خدمتونو لا پياوړتيا او پرختيا لپاره به هڅې دوامداره وساتي او له روغتیاپالانو یې هم هیله وکړه چې  په پوره اخلاص، ايماندارۍ او صداقت خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د یادونې ده، لا هم د کونړ په یو شمېر سیمو کې خلک په بشپړ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه ‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.