ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

author avatar
8 Jul 2024 - 09:46
د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو
author avatar
8 Jul 2024 - 09:46

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت وايي چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ (پولیو) واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

د عامې ورغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي: «نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان ۱۸مه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شو.»

زمان زیاتوي، یاد کمپاین لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پروان، بامیان، ډایکنډي، بغلان، کندز، تخار، هلمند، کندهار، نیمروز، اورزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې پیل شو.

هغه زیاته کړې، په دغه کمپاین کې به نږدې اته میلیون ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، د پولیو واکسین تطبیق شي.

زمان وایي: «سږ کال له موږ سره په ټول هېواد کې کومه انساني مثبته پېښه شتون نه لري، البته ځیني محیطي سمپلونه مثبت دي او د هغو لپاره موږ هڅه کوو چې وکولای شو د واکسین په تطبیق سره له دې ناروغۍ مخنیوی وکړو.»

نوموړي دغه راز ویلي، د عامې ورغتیا وزارت د ټولنې له مخورو، علماوو او استادانو غواړي چې له واکسیناتورانو سره په سیمه کې همکار او مرستندوی واوسي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.