ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

author avatar
8 Jul 2024 - 17:38
ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
author avatar
8 Jul 2024 - 17:38

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.

مسوولين وايي، له يادو کسانو څخه څه باندې ۶۶ کيلوګرام خام چرس ترلاسه شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد‌الله محمدي د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د دغه قول اردو اړوند لومړۍ سرحدي لوا منسوبينو د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نيولي دي.

هغه زياته کړه، يادو کسانو غوښتل چې د دې ولسوالۍ په زرې خولې سيمه کې د شپې له تيارې په ګټې اخیستو نشه‌يي توکي پاکستان ته قاچاق کړي چې ونيول شول او ۵۶ کلچې خام چرس چې وزن يې څه باندې ۶۶ کيلوګرام کېږي، هم ترې ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار دوربابا يوه له هغو ولسواليو ده چې له پاکستان سره په ډیورنډ فرضي کرښه پرته ده او کله ناکله د کرښې په اوږدو کې دواړو خواوو څخه د نشه‌يي توکو سربېره د خوراکي او نورو توکو قاچاق هم کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.